IQNA

د شارجې په نندارتون کې په څه دپاسه ۷۶ژبو باندې د قرآن  ژباړه وړاندې شوه

15:43 - November 06, 2022
د خبر لمبر: 3486419
ایکنا-(تهران) دمتحده عربی اماراتو په شارجه کې د کتاب د یوڅلویښتم نړیوال نندارتون  کې دعربستان د ؛ملک فهد؛ قرآن کمپلیکس د خپروندئې څخه په څه دپاسه ۷۶  ژبو  د قرآن کریم ترجمه یا ژباړه وړاندې شوه.

ایکناخبری آژانس د الیوم له قوله راپورراکړ،د عربستان د ملک فهد قرآن چاپ کمپلیکس او ددغه هیواد دکنفرانسونو او نندارتونونو له دارلانشاء څخه په نمایندګۍ د عربستان د تبلیغ او ارشاد او اسلامی چارو د وزارت سټال ،په اماراتو کې د شارجې د کتاب په یوسل یوڅلویښتم نړیوال نندارتون کې  خپل علمي منشورات او ماډرن انټرنیټي خدمات وړاندې کړي دي.

دغه سټال همداراز په دغه نندارتون کې د قرآني او اسلامی علومو او د ملک فهدد کمپلیکس له خوا د څه دپاسه ۷۶ژبو باندې د قرآني ترجمو په باب ډول ډول خپرونې وړاندې کړي دي .

مختلف اسلامی اپلیکشنز،مستند فلمونه،له انټرنیټي کتابتون سره اړونده خدمات او دحج او عمرې په زمینې کې د عربستان خدمات هم د عربستان په سټال کې وړاندې شوي دي او دغه سټال ددغه نندارتون په پړاؤ کې د نندرچیانو لپاره د قرآن کریم ژباړل شوي او همداراز په مختلفو اندازو کې  یولک لس زره قرآني نسخې هم ویشي.

یادونه کیږي چې د شارجې د کتاب یوڅلویښتم نړیوال نندارتون د نومبر په دوهمه پيل شوی او د نومبر تر دیارلسمې نیټې پورې به دوام ومومي .

  https://iqna.ir/fa/news/4097190/%D

captcha